د ځان وژنې څخه د ځان ساتلو اړوند سمینار وړاندي شو

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۱۳
hj

نن سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د غونډو په عمومي تالار کې، د محصلانو د خدماتو او انسجام عمومي مدیریت او شرعیاتو پوهنځی اسلامي ثقافت څانګې په ګډو هڅو، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو ته، د اسلام په مقدس دین کې د ژوند ارزښت او د ځان وژنې څخه د ځان ساتلو اړوند سمینار وړاندي شو.

سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، په سر کې یې د شرعیاتو پوهنځی استاد مولوي نقیب الله خادم الاسلام د سمینار ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د ګډونوالو سره د ځان وژنې اړوند معلومات وړاندي کړل او ویې ویل؛ چې د اسلام په سپېڅلي دین کې ځان وژنه په کلکه منعه او ناروا عمل دی.

ورپسي د اسلام په مقدس دین کې د ژوند ارزښت او د ځان وژني څخه د ځان ساتلو اړوند هر اړخیز بیان وشو، د ګډونوالو پوښتنو ته تر ځوابونو ویلو وروسته سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د علماء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې پیل شوې!

 

د علما‌ء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې نن شنبه د ولايت مقام د استازي، د میرویس خان نیکه پوهنتون، علماوو شورا، جهادي جامعې او پوهنې د رئيسانو او  مديره هيئت په شتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

 

د څېړنو او علمي مجلي د پلان سره سم د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته یو ورځنی څېړنېز ورکشاپ وړاندې شو.

یاد  ورکشاپ چې د قرآنکریم په تلاوت سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

استادانو ته د څېړنېزو اخلاقو تر عنوان لاندې یو علمي سمینار وړاندې شو.


نن ورځ د ميرويس خان نيکه پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمريت له لوري، د استادانو د علمي ظرفيت لوړولو په موخه، د څېړنېزو اخلاقو تر سرليک لاندې يو علمي او روزنيز سمينار وړاندې شو.
لومړی. . .

BACK TO NEWS