د پوهنځیو د رئیسانو سره ناسته ترسره شوه.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۱:۳۵
AS

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي معاونیت کې، د علمي او محصلانو چارو د مرستیال په مشرۍ د پوهنځیو د رئیسانو سره ناسته ترسره شوه.

ناسته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د علمي چارو د مرستیال د ناستي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د اجنډا مطابق په اړوندو موضوعاتو بحث وکړ.

د ریاستونو ترمنځ همغږي، د چارو پر وخت خلاصول، د خبرو او عمل ترمنځ توافق او د راتلونکي سمیستر او کال لپاره د نویو پلانونو جوړول هغه موضوعات ول، چې په اجنډا کې مطرح شول او پرځینو موضوعاتو پریکړي وشوي.

وروسته ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې په موخه علمي سمینار وړاندې شو 

د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې په موخه علمي سمینار وړاندې شو 
نن ورځ د علمي او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې، د څېړنو او علمي مجلې آمریت له لوري د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې او پراختیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۳
Background image

د زابل پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه له ولایتي ریاستونو سره مشورتي ناستي  وسوې


د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې، د پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه د زابل ولایت د ولایتي ادارو له مسؤلینو سره مشورتي ناستي وسوې.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي. . .

BACK TO NEWS