د پوهنځیو د رئیسانو سره ناسته ترسره شوه.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي معاونیت کې، د علمي او محصلانو چارو د مرستیال په مشرۍ د پوهنځیو د رئیسانو سره ناسته ترسره شوه.
ناسته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د علمي چارو د مرستیال د ناستي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې د اجنډا مطابق په اړوندو موضوعاتو بحث وکړ.
د ریاستونو ترمنځ همغږي، د چارو پر وخت خلاصول، د خبرو او عمل ترمنځ توافق او د راتلونکي سمیستر او کال لپاره د نویو پلانونو جوړول هغه موضوعات ول، چې په اجنډا کې مطرح شول او پرځینو موضوعاتو پریکړي وشوي.
وروسته ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.