td

د پایلو پر بنسټ او د محصل محوره زده کړه ئیزو میتودونو لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۲:۱۹
jj

میرویس خان نیکه زابل د لوړو مؤسسې کې د پایلو پر بنسټ او د محصل محوره زده کړه ییزو میتودونو (Outcome Based Education & Student Centered Learning) لس ورځنی ورکشاپ چې د ۱۴۰۲/۱۲/۰۳ هـ ش نیټې باندي پیل شوی وو، نن ورځ شنبه چې د ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ هـ ش نیټې سره برابره ده پای ته ورسید او د ورکشاپ په همدي وروستۍ ورځ د ګډونوالو له لوري د ورکشاپ په تړاو نظرونو شریک شول.

وروسته یاد لس ورځنی ورکشاپ په داسي حال کې د دعا په ویلو سره ختم شو چې د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت، ماسټر ټرینرانو پوهنیار سید احمد عاصم هاشمي، پوهنیار محمد شریف حسن زوی او د ورکشاپ ټولو ګډونوالو شتون درلود.

هیره دي نه وي چې دا لومړی ځل و چې یاد ورکشاپ د یادې مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې دایر شوی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۷:۴۸
Background image

د علمي څیړنې لپاره د عنوان ټاکلو تر سرلیک لاندي سمینار وړاندي شو.

تیره چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د علمي څیړنې لپاره د عنوان د ټاکلو تر سرلیک لاندي یو ورځنی سمینار د یادې مؤسسې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۷:۴۶
Background image

په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر (Mendeley )کارونې سمینار وړاندي شو.

 تیره چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د معلوماتي ټیکنالوژۍ مدیریت په کمپیوټر لیب کې د مؤسسې د ټولو پوهنځيو د څلورم صنف محصلینو ته د نوماند پوهنیار احسان الله سعد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۷:۳۸
Background image

د قوشتپې کانال تر عنوان لاندې د واليبال سيالۍ پېل شوې

رون ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د والیبال په لوبغالې کې د یادې مؤسسې د ټولو پوهنځیو د ورزش د ټیمونو تر منځ، د ورزش کميټې له لوري د (قوشتپې کانال ) تر عنوان. . .

BACK TO NEWS