د امام  صاحب مناقب تر عنوان لاندې سمینار استادانو او اداري کارمندانو ته وړاندې شو

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۱۲
د امام  صاحب مناقب تر عنوان لاندې سمینار استادانو او اداري کارمندانو ته وړاندې شو

.

نن ورځ چهار شنبه چې د ۱۴۰۴/۶/۱۲نیټې سره سمون خوري د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې  استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو ته د امام صاحب مناقب تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.

یاد سمینار چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو لومړی د ختیځو ولایتونو د غمیزي پیښي شهیدانو ته د مغفرت، زخمیانو ته د شِفا او  کورنیو ته د صبر دعا وشوه، وروسته د دعوت او ارشاد آمر الحاج مولوي شاه ولی الله (معتصم) د سمینار موضوعات په ترتیب سره وړاندې کړل.

نوموړي آمر د سمینار د وړاندې کولو پرمهال د امام صاحب نسب، علمیت، تقوا ، د اسلام په مبارک دین کې هڅي او په ټوله کې د امام صاحب ژوند لیک د سمینار ګډونوالو ته وړاندې کړ.

په پای کې یاد سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

BACK TO NEWS