د امام صاحب مناقب تر عنوان لاندې سمینار استادانو او اداري کارمندانو ته وړاندې شو

.
نن ورځ چهار شنبه چې د ۱۴۰۴/۶/۱۲نیټې سره سمون خوري د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو ته د امام صاحب مناقب تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.
یاد سمینار چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو لومړی د ختیځو ولایتونو د غمیزي پیښي شهیدانو ته د مغفرت، زخمیانو ته د شِفا او کورنیو ته د صبر دعا وشوه، وروسته د دعوت او ارشاد آمر الحاج مولوي شاه ولی الله (معتصم) د سمینار موضوعات په ترتیب سره وړاندې کړل.
نوموړي آمر د سمینار د وړاندې کولو پرمهال د امام صاحب نسب، علمیت، تقوا ، د اسلام په مبارک دین کې هڅي او په ټوله کې د امام صاحب ژوند لیک د سمینار ګډونوالو ته وړاندې کړ.
په پای کې یاد سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.