د اقتصاد پوهنځي محصلینو د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۳۵
علمي سفر


د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل، د اقتصاد پوهنځي محصلینو د استادانو په ملتیا سره د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد.
د دې علمي سفر په لومړۍ ورځ، محصلینو د کندهار پوهنتون، د اقتصاد پوهنځي د څېړنو د دفاع په ځانګړې غونډه کې د ګډون ترڅنګ د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي رئیس قدرمن پوهنیار عبدالله زيارمل  محصلینو ته د اقتصاد په برخه کې د نوښتونو، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، ډیجیټلي اقتصاد او راتلونکو مهارتونو تر سرلیک لاندې یو اغېزناک سیمینار وړاندې کړ.
په سیمینار د مصنوعي ځیرکتیا رول، د معلوماتو پر بنسټ اقتصادي تحلیلونه، ډیجیټلي بانکداري، مالي سکتور کې ټکنالوژي، زرغون اقتصاد او د مهارتونو ارزښت د سیمینار له مهمو بحثونو څخه وو. همداراز یادونه وشوه چې په معاصر اقتصاد کې په  سندونو بسنه مه کوئ،  مهارتونه، ابتکار او د ټکنالوژۍ سره بلدتیا ستاسو لپاره ډېر ضروري دي.
له سمینار وروسته  محصلینو د باور ټکنالوژي او انجنيرنګ او نساجي فابریکو او همدارنګه د کندهار دانې  او پرینسکو د رنګ تولیدي کمپنیو له بېلابېلو تولیدي برخو، تخنیکي تجهیزاتو او تولیدي پروسو څخه له نږدې لیدنه وکړه. د فابریکو او کمپنیو مسؤلینو د تولید د مرحلو، ماشینري سیستمونو او تخنیکي مدیریت په اړه هر اړخیز معلومات محصلینو ته وړاندې کړل.
نېټه: 1405/2/31
نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۹
Background image

استادانو ته په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

 

نن ورځ د مسلکي پرمختیایې مرکز د پلان له مخې د میرویس خان نیکه پوهنتون ټولو استادانو ته  په څېړنه کې د مأخذ لیکنې سافټوېر تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار وړاندې سو.

یاد ورکشاپ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۲
Background image

په زابل پوهنتون کې د څه باندې شل (۲۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د جامع جومات د جوړېدو چارې رسماً پیل سوې 


د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړې پاملرنې،  د پوهنتون د رهبري او اړونده اداري کارکوونکو  په هڅو سره، د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي او دیني چاپېریال د لا پیاوړتیا په موخه، د شل (۲۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

BACK TO NEWS