Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

د اقتصاد پوهنځي محصلینو د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد

zabu_admin
Thu, May 21 2026 9:35 AM
علمي سفر


د میرویس خان نیکه پوهنتون-زابل، د اقتصاد پوهنځي محصلینو د استادانو په ملتیا سره د کندهار پوهنتون ته دوه ورځنی علمي سفر پای ته ورسېد.
د دې علمي سفر په لومړۍ ورځ، محصلینو د کندهار پوهنتون، د اقتصاد پوهنځي د څېړنو د دفاع په ځانګړې غونډه کې د ګډون ترڅنګ د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي رئیس قدرمن پوهنیار عبدالله زيارمل  محصلینو ته د اقتصاد په برخه کې د نوښتونو، مصنوعي ځیرکتیا (AI)، ډیجیټلي اقتصاد او راتلونکو مهارتونو تر سرلیک لاندې یو اغېزناک سیمینار وړاندې کړ.
په سیمینار د مصنوعي ځیرکتیا رول، د معلوماتو پر بنسټ اقتصادي تحلیلونه، ډیجیټلي بانکداري، مالي سکتور کې ټکنالوژي، زرغون اقتصاد او د مهارتونو ارزښت د سیمینار له مهمو بحثونو څخه وو. همداراز یادونه وشوه چې په معاصر اقتصاد کې په  سندونو بسنه مه کوئ،  مهارتونه، ابتکار او د ټکنالوژۍ سره بلدتیا ستاسو لپاره ډېر ضروري دي.
له سمینار وروسته  محصلینو د باور ټکنالوژي او انجنيرنګ او نساجي فابریکو او همدارنګه د کندهار دانې  او پرینسکو د رنګ تولیدي کمپنیو له بېلابېلو تولیدي برخو، تخنیکي تجهیزاتو او تولیدي پروسو څخه له نږدې لیدنه وکړه. د فابریکو او کمپنیو مسؤلینو د تولید د مرحلو، ماشینري سیستمونو او تخنیکي مدیریت په اړه هر اړخیز معلومات محصلینو ته وړاندې کړل.
نېټه: 1405/2/31
نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS