د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان جوړونې تر سرلیک لاندې سمینار ارایه شو
د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان جوړونې تر سرلیک لاندې سمینار ارایه شو
نن ورځ د مالي او اداري چارو معاونیت په نوښت، د پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان جوړونې ترسرلیک لاندې سمینار د مسلکي پرمختیایې مرکز د غونډو په تالار کې ارایه سو.
یاد سمینار چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، د قدرت الله سیرت له لورې وړاندې شو، نوموړي
د کلنۍ ارزونې پر مفهوم، هدف، د ارزونې په عمومي پړاوونو او اساسي اصولو باندې تفصیلي معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل،
همدارنکه یې د ارزونې د تشریح پرمهال وویل: ارزونه باید د څرګندو معیارونو، شواهدو او اسناد له مخي ترسره شي.
نوموړي د سمینار په وروستۍ برخه کې د پلان په اهمیت، جوړښت او ډولونو باندې هم هر اړخیز بحث وکړ.
یاد سمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
نېټه:چهار شنبه 1405/8/13
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
