استادانو ته د کلني څار او دوره‌ يې بیاکتنې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو 

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۷:۳
کلنی څار


د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړاوي آمریت  او د مسلکي پرمختیایې مرکز آمریت په همغږۍ سره استادانو ته د کلني څار او دوره‌يي بیاکتنې تر سرلیک لاندې علمي او روزنیز سمینار وړاندې شو. 
په پیل کې د پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال محترم مفتي عزت الله نوري د تضمین کیفیت د پروسې پر اهمیت، د دې پروسې په اغېزمن تطبیق کې د استادانو او اړوندو همکارانو پر ګډ کار، همغږۍ او همکارۍ خبرې وکړې. نوموړي څرګنده کړه چې د تحصیلي بنسټونو د علمي کیفیت لوړول ګډ مسؤلیت دی او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د ټولو اړوندو برخو همکاري او ژمنتیا اړینه ده. همدارنګه یې د یادې پروسې د تطبیق په برخه کې د پوهنتون د رهبرۍ له لوري د هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ. 
ورپسې د کیفیت لوړاوي آمر نوماند پوهنیار روزي محمد اکبري د تضمین کیفیت د پروسې د جوړښت، اساسي پړاوونو او په تحصیلي نهادونو کې د هغې د تطبیق پر ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د کلني څار اړوند موضوعات، د ترسره کېدو څرنګوالی، مهم موارد او ټاکلي وختونه تشریح کړل.
همدارنګه د مسلکي پرمختیايي مرکز آمر پوهنیار طاوس خان هیوادمل د دوره‌يي بیاکتنې پروسې په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې پروسې پر اهمیت، موخو او د تحصیلي نصاب او تدریسي چارو په ارزونه کې یې پر رول خبرې وکړې.
نېټه: سه شنبه 1448/5/22-1405/8/12
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۷:۳
Background image

استادانو ته د کلني څار او دوره‌ يې بیاکتنې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو 


د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د کیفیت لوړاوي آمریت  او د مسلکي پرمختیایې مرکز آمریت په همغږۍ سره استادانو ته د کلني څار او دوره‌يي بیاکتنې تر سرلیک لاندې علمي او روزنیز سمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۷:۱
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان جوړونې تر سرلیک لاندې سمینار ارایه شو

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان جوړونې تر سرلیک لاندې سمینار ارایه شو
نن ورځ د مالي او اداري چارو معاونیت په نوښت، د پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته د ارزیابي او پلان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې په موخه علمي سمینار وړاندې شو 

د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې په موخه علمي سمینار وړاندې شو 
نن ورځ د علمي او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې، د څېړنو او علمي مجلې آمریت له لوري د نوښتېزو فعالیتونو د هڅونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS