د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.

zabu_admin
Thu, Dec 11 2025 12:03 PM
مقالې

د شرعیاتو پوهنځی د استادانو بېلابېلي مقالې په یو معتبره علمي مجله کې نشر شوې.
د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اوه (۷) تنه استادانو علمي او تحقیقي مقالې د ننګرهار پوهنتون  په معتبره علمي مجله کې نشر شوې.
د یادي پوهنځۍ د استادانو لیکني چې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په وړانګه معتبره مجله کې نشر شوې په لاندې ډول دي.
۱  د اسلام، مسلمانانو او اسلامي نظام پر وړاندي د علماؤو  مسؤولیتونه  او همدارنګه په حنفي مذهب کې د لقطې شرعي حیثیت او فقهي تحلیل مقالې د محترم   مولوي شفیع الله بدري له لوري لیکل شوې.
۲ د حنفي فقهې له نظره د بیت المال موارد او لګښتونه  او همدارنګه د اسلامي نړۍ د ضعف لاملونه مقالې د محترم مولوي عبدالحبیب حنیف  له لوري لیکل شوې.
3 په مکي دور کې د رسول اللَّهﷺ د دعوت کړنلاره او پر ټولنه یې اغېزې لیکوالان محترم مولوي سلطان شاه خالد او محترم مولوي بخت الله قاسمي. 
4 په اسلامي فقه کې د صدیق حقونه لیکوال محترم مولوي حفیظ الله سعید  
۵ په اقتصادي چارو کې د حکومت د مداخلې شرعي لارې. لیکوال محترم  مولوي عبدالنصیر وحدت  
7 د افغانستان د ځینو محدثینو هجرتونه او لاملونه یې لیکوال محترم مولوي احمدالله احمدي  
دوی په بېلابېلو موضوعاتو باندې ژورې څېړنې کړې او خپلې مقالې یې د علمي اصولو پر بنسټ ترتیب کړې، چې د ننګرهار پوهنتون د شریعت وړانګې مجلې لخوا د ارزونې او منلو وروسته په یاده مجله کې نشر شوې دي.
د یادونې وړ ده چې دا ډول مقالې د پوهنتون اعتبار او علمي کچه لوړوي او د استادانو د لا زیاتو هڅو او ظرفیتونو ښکارندویي کوي.
 د پوهنتون مشرتابه او د شرعیاتو پوهنځي رهبري یادو استادانو ته د زړه له کومې مبارکي وایي او هیله لري چې دا لړۍ دوام پیدا کړي.
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS