د محصلینو تر منځ د والیبال درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې. 

zabu_admin
Tue, Sep 02 2025 2:55 PM
د محصلینو تر منځ د والیبال درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې. 

د محصلینو تر منځ د والیبال درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې. 
 د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون، د علمي او محصلانو چارو معاونیت د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت په نوښت د سپورټ د کمیټې سره په همغږۍ د څلورو پوهنځیو محصلینو تر منځ د والیبال درې ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
 په یادو سیالیو کې د بېلابېلو پوهنځیو لوبډلې ګډون لري چې موخه یې د محصلینو ترمنځ د ورورولۍ، روغتیا، همغږۍ او ورزشي استعدادونو وده ده.
د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ به د درې ورځو په اوږدو کې دوام وکړي او په پای کې به بریالۍ لوبډلې ته د ستایني په پار ځیني ډالۍ ورکړل شي.
نېټه: ۱۴۰۴/۶/۱۱
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS