د ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه ترسره شوه.

zabu_admin
Sat, Jul 12 2025 10:48 AM
د ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه ترسره شوه.

 

نن شنبه چې د ۱۴۴۷/۱/۱۶نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله «مشال»

د پسرلني سمستر له وروستۍ ازموینو څخه رسمي لیدنه وکړه.

لکه څرنګه چې د ازموینو له بهیر څخه د مسؤلینو لیدنې د لا ښه تنظیم او د تحصلي معیارونو د لوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کیږي، په همدې اساس نوموړي رئیس د مختلفو صنفونو د ازموینو صحنې له نږدې وکتلې.

د یادې لیدنې موخه چې د ازموینو شفافیت، د نظم څارنه، او د محصلینو د ستونزو ارزونه وه، نوموړي رئیس استادانو ته وویل: چې د شفافو او عادلانه ازموینو ترسره کول د یادې مؤسسې د رهبري جدي مسؤلیت دی، تاسو هم په دې برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته جدي پاملرنه وکړئ.

یادې ازموینې چې په تېره اونۍ کې د لوړو زده کړو وزارت په هدایت او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د پلان له مخې پیل شوې په راتلونکو اونیو کې به بشپړ شي.

د نشراتو اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS