استادانو او اداري کارمندانو ته د ترافیکي زده کړو کورس پیل شو

zabu_admin
Mon, Jun 23 2025 12:04 PM
ترافیکي زده کړي

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري کارمندانو ته د فرافیکو محترم امریت له لورې د ترافیکي زده کړو کورس پیل شو.

د ترافیکي زده کړو کورس چې ۱۵ورځي په بر کې نیسې د یادې مؤسسې د رهبري په هڅه او غوښتنه سره چې د ترافیکو له امریت څخه یې کړې وه پیل شو.

د یاد کورس موخه دا ده چې د ترافیکي اصولو، قوانینو، په سړک او جادو تېرېدو، موټر چلونې، ترافیکي نښو، او د مسؤلیت احساس په اړه پوهه زیاته شي، چې په پایله کې به یې د ترافیکي پېښو مخه ونیول شي او مسؤلانه حرکت ته به  وده ورکړل شې.

همدارنګه د کورس ګډونوالو د دغه نوښت هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا ډول پروګرامونه د عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول لري.

نیټه: ۱۴۰۴/۴/۲

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS