له محصلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

zabu_admin
Wed, Jun 18 2025 3:50 PM
غونډه

د میریس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د محصلینو د انسجام او همغږۍ عمومې مدیریت له لورې د ماشپین دورې د ټولو ټولګیو له نمائنده ګانو سره د تېر سمستر د ستونزو او غوښتنو اورېدلو په پار غونډه تر سره شوه.

یاده غونډه د قرانکریم په مبارک تلاوت سره پیل او ورپسې د محصلینو د انسجام او همغږۍ عمومې مدیریت کفیل محمدایوب عمري له لورې محصلینو ته ښه راغلاست وویل شوو، نوموړي محصلین وهڅول چې راتلونکو نهائي ازموینو ته بشپړ چمتوالی ونیسي، د غیر حاضري او د وخت له بې ځایه ضایغ کولو څخه ځانونه وساتي.

 په پاي کې د هر ټولګی د نمائنده له لورې ستونزي او غوښتني شریکي شوې چې د محصلینو د انسجام همغږۍ عمومې مدیریت له لورې یې د ستونزو د حل په موخه ژمنه وشوه او یاده غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نېټه:۱۴۰۴/۳/۲۸

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS