Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

دعلمي شورا نوبتي غونډه تر سره شوه

zabu_admin
Sat, Feb 17 2024 9:31 AM
33

نن شنبه د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو په مؤسسه کښي د مؤسسې د علمي شورا نوبتي غونډه په داسی حال کي وشوه، چي پر مهال ئی د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زدکړو مؤسسې د رئیس نائب نوماند پوهنیار احسان الله سعد، د پوهنځی رئيسانو او د شورا غړو حضور درلود.

یاده غونډه چي دقرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت پیل شوه؛ په سر کښي د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د رئیس نائب احسان الله سعد له لوري د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډي اجنډا يي ګډونوالو ته بیان کړه.

وروسته د غونډي د ګډون والو له لوري د اجنډا مطابق پر ځینو موهمو مواردو بحث وشو چي پکښي ددرسونو دبیرته حضوري پيل، د راتلونکي ۱۴۰۳ هــ ش کال د اصلي کمیټو د غړو ټاکل او د مشورتي بورډ د غړو ټاکل شامل وو.

د غونډي په پای کښي د ګډون والو له لوري پر ځينو متفرقه مسائلو باندي بحث وشوو، وروسته غونډه د دوعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS