د Google Drive اړوند سمینار وړاندي شو.

zabu_admin
Thu, May 16 2024 10:43 AM
as

نن ورځ چهار شنبه د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ټیکنالوژۍ مدیریت په کمپیوټر لیب کې د بریښنایي زده کړو د کمیټې له لورې د یادې کمیټې و غړو او د مؤسسې و استادانو ته د ګوګل ډرایف یو ورځنی سمینار وړاندی شو.

یاد سمینار د بریښنایي زده کړو کمیټې آمر نوماند پوهنیار محمد اسماعیل سایل له لورې وړاندي شو، چې په کښې و ګډونوالو ته د ګوګل ډرایف اړوند اساسي معلومات، استعمال او په تعلیمي برخه کې یې اهمیت باندي معلومات ورکړل.

هېره دي نه وي چې په نژدې راتلونکي کې د بریښنایې زده کړو کمیټې له لورې د مؤسسې استادانو، اداري کارکونکو ته ځینې نور سمینارونه هم په نظر کې نیول شوي دي.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS