استادانو ته د علمي اثارو لیکنې لارښود تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو.

zabu_admin
Mon, Apr 27 2026 7:58 PM
د علمي لیکنې لارښود


نن ورځ د څېړنو او  علمي مجلې آمریت د پلان له مخې او د مسلکي پراختيايې مرکز سره په همغږۍ د پوهنتون ټولو استادانو ته د علمي ليکنې د معياري کولو په موخه، د علمي اثارو د لیکنې لارښود تر  سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو.
یاد سمنیار چې د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهنیار حکمت الله  (حقپال) له لوري ارائيه سو,  استادانو ته یې د علمي ليکنې د نوې لارښود په اړه معلومات وړاندي کړل او غوښتنه يې وکړه چې خپل علمي او څېړنېز اثار د ياد لارښود له مخي له اصولو سره سم ترتيب او وليکي. 
د سمینار په وروستۍ برخه کې د استادانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول، او یاد سمینار د دعائيه په ويلو سره پای ته ورسېد.
نېټه: دوشنبه 1405/2/7
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS