استادانو ته د علمي اثارو لیکنې لارښود تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو.
نن ورځ د څېړنو او علمي مجلې آمریت د پلان له مخې او د مسلکي پراختيايې مرکز سره په همغږۍ د پوهنتون ټولو استادانو ته د علمي ليکنې د معياري کولو په موخه، د علمي اثارو د لیکنې لارښود تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو.
یاد سمنیار چې د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهنیار حکمت الله (حقپال) له لوري ارائيه سو, استادانو ته یې د علمي ليکنې د نوې لارښود په اړه معلومات وړاندي کړل او غوښتنه يې وکړه چې خپل علمي او څېړنېز اثار د ياد لارښود له مخي له اصولو سره سم ترتيب او وليکي.
د سمینار په وروستۍ برخه کې د استادانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل سول، او یاد سمینار د دعائيه په ويلو سره پای ته ورسېد.
نېټه: دوشنبه 1405/2/7
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.