د علماء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې پیل شوې!

zabu_admin
Sat, Dec 27 2025 2:16 PM
ازموینه

 

د علما‌ء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې نن شنبه د ولايت مقام د استازي، د میرویس خان نیکه پوهنتون، علماوو شورا، جهادي جامعې او پوهنې د رئيسانو او  مديره هيئت په شتون کې رسما پیل شوې.

ټاکل شوې چې یادې ازموینې به د لوړو زده‌کړو وزارت د لایحې مطابق د هېواد په ټولو ولایتونو کې ترسره شي او د میرویس خان نیکه پوهنتون هم د نورو تحصیلي مرکزونو په ډول دغه بهیر عملي کړی دی.

د ازموینې د پیل په مراسمو کې مسؤلینو  د عالیې او عالمیې دورو د ازموینې ګډونوالو علماء کرامو ته په ازموینو کې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او له برخوالو علماء کرامو او فاضلانو څخه یې هم په ازموینو کې د ټولو اصولو او مقرراتو د بشپړو عملي کولو غوښته  وکړه.

نېټه: شنبه ۱۴۰۴/۹/۶

د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS