د کرهڼې پوهنځی محصلینو ته د پیوندونو معلوماتي سمینار وړاندې شو

zabu_admin
Wed, Oct 29 2025 12:14 PM
د کرهڼې پوهنځی محصلینو ته د پیوندونو معلوماتي سمینار وړاندې شو

د کرهڼې پوهنځی محصلینو ته د پیوندونو معلوماتي سمینار وړاندې شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون د کرهڼې پوهنځی، د باغداري څانګې ټولو محصلینو ته، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ ریاست په هدایت د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ مدیریت په هڅو

د پیوندونو اړوند معلوماتي سمینار وړاندې شو.

لومړی سمنیار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د باغداري څانګې  سرپرست آمر پوهنیار ذبیح الله فیضي له لوري محصلینو ته د سمنیار موضوعات وړاندې شول، چې په یاد سمنیار کې محصلینو ته د پیوند ډولونه، وخت، د پیوند لګولو کیفیت او نور معلومات تشریح شول.

د یادونې وړ ده چې پیوند د نباتاتو د اصلاح، حاصلاتو زیاتوالي او د نباتي ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري.

د سمینار په پای کې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمنیار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.

نېټه: ۱۴۰۴/۸/۷

د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS