د کرهڼې پوهنځی محصلینو ته د پیوندونو معلوماتي سمینار وړاندې شو
د کرهڼې پوهنځی محصلینو ته د پیوندونو معلوماتي سمینار وړاندې شو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د کرهڼې پوهنځی، د باغداري څانګې ټولو محصلینو ته، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ ریاست په هدایت د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ مدیریت په هڅو
د پیوندونو اړوند معلوماتي سمینار وړاندې شو.
لومړی سمنیار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د باغداري څانګې سرپرست آمر پوهنیار ذبیح الله فیضي له لوري محصلینو ته د سمنیار موضوعات وړاندې شول، چې په یاد سمنیار کې محصلینو ته د پیوند ډولونه، وخت، د پیوند لګولو کیفیت او نور معلومات تشریح شول.
د یادونې وړ ده چې پیوند د نباتاتو د اصلاح، حاصلاتو زیاتوالي او د نباتي ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري.
د سمینار په پای کې د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او سمنیار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۰۴/۸/۷
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.