د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پای ته ورسېدې

zabu_admin
Thu, Jul 31 2025 11:49 AM
د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پای ته ورسېدې

د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې پای ته ورسېدې
د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ۱۴۰۴هـ ش کال د پسرلني سمستر وروستۍ ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د هدایت او د یادې مؤسسې د پلان له مخې پای ته ورسېدې.
یادې ازموینې چې د ۱۴۰۴هـ ش کال د سرطان میاشتې په ۱۴نېټه پیل شوې وې، د مؤسسې د رهبري، استادانو او اداري کارمندانو په ګډه همکاري سره  پای ته ورسېدې. 
د ازموینو پر مهال د مؤسسې رهبري، استادانو او د ازموینو کمیټې د شفافیت، نظم او د معیارونو د رعایت  کولو لپاره په وخت سره خپلي هڅې ترسره کړې.
د یادونې وړ ده چې په دې سره د ۱۴۰۳ هــ ش تحصیلي کال پای ته ورسېدی او د ۱۴۰۴هـ ش کال لومړنی طاق سمستر به د اسد میاشتې په ۱۱مه نېټه پیل شي.
نېټه: ۱۴۰۴/۵/۹
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS