Social media count

This block is broken or missing. You may be missing content or you might need to enable the original module.

استادانو او اداري کارمندانو ته په بیت المال کې خیانت تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو

zabu_admin
Wed, Jul 16 2025 10:34 PM
استادانو او اداري کارمندانو ته په بیت المال کې خیانت تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو


نن چهار شنبه چې د 1404/4/25نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو مؤسسې استادانو او اداري کارمندانو ته (په بیت المال کې خیانت) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.
یاد سمینار چې د امربالمعروف د قانون د تنفیذ کمېټې د پریکړي لمخې ترتیب شوی و، د دعوت او ارشاد د مؤذن او مبلغ مولوي محمد اسحاق مجاهد له لورې وړاندې شو.
لومړی سمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې مولوي محمد اسحاق مجاهد  خپل ترتیب کړی سمینار ګډونوالو ته وړاندې کړ.
نوموړي د سمینار په تشریح کې د قرآن کریم او احادیثو له نظره د بیت المال سره د خیانت حرمت بیان کړ، او یادونه یې وکړه چې هر ډول اختلاس، ناسم مصرف، او بې ځایه ګټه اخیستنه ناروا عمل او د ملت د حقونو تر پښو لاندې کول دي ، همدارنګه یې د خیانت ډولونه هم د سمینار ګډونوالو ته وړاندې کړل.
وروسته یاد سمنیار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدی.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

Latest news

Tue, Sep 03 2024 4:20 PM
Background image

د پلان جوړونې او راپور ورکوونې اړوند سمینار وړاندي شو

نن ورځ سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د کیفیت لوړاوي عمومي کمیټې له لوري د پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د کمیټو. . .

BACK TO NEWS