د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
ژمنلیک

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه غونډه ترسره کړه. 
لومړی غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري صاحب محصلینو ته د صورت او  او سیرت د اصلاح، د اسلامي اخلاقو د خپلولو، د علمي او اخلاقي اصولو د رعایت او د ژمنلیک د موادو د عملي کولو په اړه خبرې وکړې. نوموړي له محصلینو وغوښتل چې د پوهنتون اصول او مقررات مراعات کړﺉ، خپل علمي او اخلاقي مسؤلیتونه وپېژنﺉ او د یوه ژمن، بااخلاقه او مسلکي شخصیت د جوړولو لپاره هڅې وکړﺉ. 
ورپسې د اسلامي ثقافت څانګې آمر مولوي محمد الله انقیادي صاحب محصلینو ته د ږیرې په اهمیت، حکم او څرنګوالي باندې هر اړخیزي خبري وکړې، وروسته یاده غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.
نېټه: یک شنبه 1448/4/28-1405/7/19
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

BACK TO NEWS