د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
ستونزو اړوند سمینار

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د څلورو پوهنځیو محصلینو ته «د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره مبارزه» تر سرلیک لاندې د پوهاوي یو روزنیز سمینار وړاندې سو. 
یاد سمینار چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل سو، د پیل وینا یې د علمي او محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري وړاندې کړه، نوموړي د پیلیزي وینا پر مهال د محصلینو د رواني هوساینې، د ژوند د ستونزو پر وړاندې د سالم غبرګون او د تحصیلي بهیر پر مهال د فشارونو د مدیریت پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي له محصلینو وغوښتل چې د ستونزو پر مهال له مثبت فکر، مناسبې مشورې او شته رواني او ټولنیزو خدمتونو څخه ګټه واخلي. 
وروسته د پوهنتون د رواني مشاورې مرکز آمر نوماند پوهنیار حمیدالله احمدي د سمینار د وړاندې کولو پرمهال د ژوند د بېلا بېلو ستونزو او فشارونو سره  سالمي مقابلې، د ژوند د ستونزو او رواني فشارونو د رامنځته کېدو لاملونه، د فشارونو د اغېزو پېژندنه او له ستونزمنو حالاتو سره د سالمې مقابلې لارې چارې تشریح کړې. 
د سمینار په پای کې محصلینو ته د رواني فشارونو د مدیریت، مثبت فکر، د وخت د سم مدیریت او له ستونزو سره د مقابلې په اړه لازمې سپارښتنې وړاندې شوې. 
نېټه: چهار شنبه 1448/4/24-1405/7/15
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲
Background image

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه

له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي لومړۍ غونډه تر سره سوه
د ميرويس خان نيکه پوهنتون-زابل د رهبرۍ په لارښوونه او د څېړنو او علمي مجلې آمريت په نوښت، له اړوندو سکتوري ادارو سره د همږغي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه

د ميرويس خان نيکه پوهنتون اړوند د «ثالث عمر (رحمه الله) د طبیعي علومو علمي ـ څېړنیزې مجلې» لومړۍ ګڼه په آنلاین ډول نشر سوه
په لومړي ځل د میرویس خان نیکه پوهنتون مجله د (ثالث عمر رحمه. . .

BACK TO NEWS