د ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه علمي سمینار وړاندې سو

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۹:۱۶
ستراتيژیک پلان

د ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د ستراتیژیک پلان عمومي کمیټې د پلان له مخي د ستراتیژیک پلان  عمومي کمېټې او د څلورو پوهنځیو د فرعي کمېټو غړو ته د پوهنتون د داخلي او خارجي محیط د تحلیل په اړه یو علمي او روزنیز سمینار وړاندې سو.
یاد سمینار د همدې کمیټې مرستیال د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار آمان الله حقیارله لوري وړاندې سو، چې ګډونوالو ته یې د پوهنتون د داخلي او خارجي محیط د ارزونې لپاره د پوښتنپاڼو د طرح او جوړښت، د ستراتیژیکو فکتورونو د ضرایبو د ټاکلو اصول، د نمرو د محاسبې میتودونه او د ترلاسه شویو پایلو د تحلیل علمي تګلارې په تفصیلي ډول تشریح کړې.
د سمینار په پای کې، ګډونوالو د یادې علمي ناستي محتوا ګټوره وبلله او د پوهنتون د ستراتیژیک پلان د لا اغېزمنتیا لپاره یې د ورته علمي او مسلکي پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.
نېټه: سه شنبه ۱۴۰۵/۴/۲
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۳۳
Background image

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 

د زابل پوهنتون استادانو د علمي سیر په ترڅ کې د کاردان خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون استادانو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د کاردان خصوصي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 

د ژمنلیک د ښه تطبیق په موخه له محصلینو سره غونډه ترسره سوه 
د میرویس خان نیکه پوهنتون ـ زابل د علمي او محصلانو چارو مرستیال، مفتي عزت الله نوري صاحب، له محصلینو سره د ژمنلیک د ښه تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۸
Background image

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د ژوند له مشکلاتو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د علمي او محصلانو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږي مدیریت او د راونې مشاورې مرکز په همغږي سره د. . .

BACK TO NEWS