د پایلو پر بنسټ زدکړه او محصل محوره زده کړې لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ پیل شو.

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۲۳
ورکشاپ

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، زابل استادانو ته د پایلو پربنسټ او محصل محوره زده کړې په تړاو لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ د پوهنتون په انګړ کې په داسې حال کې  پیل شو، چې په مهال یې د پوهنتون رئیس مفتي وقایت الله (وقار)، د پوهنځیو رئیسانو، د مسلکي پرمختیایې مرکز آمر او ګڼ شمېر استادانو ګډون درلود.

ورکشاپ د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د پوهنتون رئیس مفتی وقایت الله (وقار) پیلیزه وینا وکړه. نوموړي د يادو ورکشاپونو پر اهمیت، د تدریس د کیفیت لوړولو او له وخت څخه پر سمه او اغېزمنه استفاده هر اړخیزې خبرې وکړې او همدارنګه نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل چې عصري او محصل‌محوره تدریس کولی شي د لوړو زده‌کړو سیستم لا اغېزمن او معیاري کړي.

ورپسې د ورکشاپ وړاندې کوونکې ټرینر پوهندوی محمد قاسم (عادل) د ورکشاپ د اصولو او تګلارو په اړه تفصیلي وینا وکړه، همدارنګه له نوموړي استاد وروسته دوهم ټرینر پوهندوی عبدالاحد (زاهد) د تدریسي مهارتونو د پراختیا، نوښتګرو تدریسي لارو چارو او د استاد رول پر بدلون خبرې وکړې او ویې ویل، چې په محصل‌محوره سیستم کې استاد د لارښود، هڅوونکي او همکار حیثیت لري.

په یاد ورکشاپ کې چې ۳۰ تنه استادان پکې ګډون لري، موخه یې د استادانو مسلکي ظرفیت لوړول او له عصري تدریسي میتودونو سره بلدتیا ده.

نېټه: ۱۴۰۴/۱۰/۱۳

د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۹:۱
Background image

د لوړو زده کړو محترم وزیر په زابل پوهنتون کې د رهبرۍ، استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

د لوړو زده کړو محترم وزیر په زابل پوهنتون کې د رهبرۍ، استادانو اداري کارکوونکو او محصلینو یوې سترې غونډې ته وینا وکړه
د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب زابل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۲۱:۴۰
Background image

نویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون د تأسیس د ورځي لمانځغونډه ترسره سوه

نویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون د تأسیس د ورځي لمانځغونډه ترسره سوه
نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، نویو راکامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه. 
یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دندو د لایحې په اساس پلان جوړول  او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

د پوهنتون اداري کارکوونکو ته د دندو د لایحې په اساس پلان جوړول  او راپور ورکولو تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې سو

د پوهنتون د اداري چارو د لا ښه تنظیم او د کاري پلانونو د معیاري. . .

BACK TO NEWS