استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو
د څېړنو او علمي مجلي د پلان سره سم د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته یو ورځنی څېړنېز ورکشاپ وړاندې شو.
یاد ورکشاپ چې د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شو، لمړۍ برخه یې د ښوونې او روزنې پوهنځی استاد پوهنیار بشیرالله (دانش یار) له لوري وړاندې شوه، چې پکښي استادانو ته د څېړنو د تر سره کولو عمومي چوکاټ او برخي په تفصیل سره تشریح شوې، همدارنګه د ورکشاپ دوهمه برخه د اقتصاد پوهنځي استاد نوماند پوهنیار محمداسحاق (سعادت) له لوري وړاندې شوه،نوموړي استاد د څېړنو د پروپوزل لیکنه او تر تیب کول استادانو ته وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د استادانو ستونزي حل کړې.
د ورکشاپ دریمه برخه ،په پوهنځیو کې د محصلانو د منوګراف لیکنې د طی مراحل او اړوند ضمایمو ته ځانګړې شوه وه،چې د مسلکي پراختيا مرکز آمر استاد پوهنیار طاوس خان هیوادمل له لوري وړاندې شوه.
د ورکشاپ په پای کې د استادنو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او روکشاپ د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
نېټه: دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
