استادانو ته د SPSS  او ډاټا تحليل اړوند درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۳
استادانو ته د SPSS  او ډاټا تحليل اړوند درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

 

د میرویس خان نیکه پوهنتون، د څيړنو او علمي مجلې آمريت له پلان سره سم د استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د ډاټا تحليل او SPSS په اړه درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

یاد ورکشاپ د قرآنکريم په مبارکو اياتونو سره پيل شو,ورسته د زابل پوهنتون رئيس مفتي وقايت الله وقار حنيفي صاحب ته د پیلزي او پرانستي وينا لپاره بلنه ورکول شوه, وقار صاحب د علم په ارزښت خبري وکړي,د اسلامي ارشاداتو له پلوه يې ظرفيت لوړونه د يو مهم او ارزښت لرونکي اساس په توګه ياده کړه, نوموړي له استادانو وغوښتل چې په داسي برنامو او پروګرامو کې ګډون وکړئ او په خپلو څېړنو سره پوهنتون ته نور هم پرمختګ ور په برخه کړئ، همدارنګه یې په راتلونکي کې يې دداسي لا نورو د ظرفيت لوړني ورکشاپونو د تر سره کولو ډاډ ور کړ , وروسته د اقتصاد پوهنځی استاد نوماند پوهنيار حميدالله مبارز له لورې د ورکشاپ لمړۍ برخه ارايه شوه چې پکښي د څېړنو په تر سره کولو کې د SPSS په پېژندنې,ارزښت او د ډاټا تحليل په عمومي لارو چارو,د معياري پوښتنليک جوړلو او د SPSS اړوند نور مهم موضوعات استادانو ته وړاندې شول او په يادو برخو کې يې د استادانو پوښتنو ته  ځوابونه ورکړل.

 د یاد ورکشاپ لمړۍ ورځ د دعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د پایلو پر بنسټ زدکړه او محصل محوره زده کړې لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ پیل شو.

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، زابل استادانو ته د پایلو پربنسټ او محصل محوره زده کړې په تړاو لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ د پوهنتون په انګړ کې په داسې حال کې  پیل شو، چې په مهال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د علماء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې پیل شوې!

 

د علما‌ء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې نن شنبه د ولايت مقام د استازي، د میرویس خان نیکه پوهنتون، علماوو شورا، جهادي جامعې او پوهنې د رئيسانو او  مديره هيئت په شتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

 

د څېړنو او علمي مجلي د پلان سره سم د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته یو ورځنی څېړنېز ورکشاپ وړاندې شو.

یاد  ورکشاپ چې د قرآنکریم په تلاوت سره. . .

BACK TO NEWS