د زابل ښوونیز مرکز سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۳۰
د زابل ښوونیز مرکز سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک

.

نن ورځ دو شنبه چې د ۱۴۰۴/۶/۱۰ نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت د محصلینو خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت په هڅو د زابل ښوونیز مرکز سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک د یوې غونډې په ترسره کولو سره لاسلیک شو.

لومړی غونډه د قرآن کریم په تلاوت سره پیل او ورپسې د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ مدیر الحاج مولوي مطیع الله (مجاهد) پیلیزه وینا وړاندې کړه، نوموړي د وینا پر مهال وویل: موږ مسؤلیت او هڅه دا ده چې له بېلابېلو علمي، خصوصي او ټولنیزو بنسټونو سره د همکاریو له لارې خپلو محصلینو ته غوره علمي فرصتونه برابر کړو ، داچې د زابل ښوونیز مرکز زموږ محصلینو ته په لوړ تخفیف سره د څلورو مختلفو مضامينو لکه عربي، انګليسي، کمپيوټر او تجوید زده کړي په برخه کې زمینه برابروي موږ یې هرکلی کو.

د زابل ښوونیز مرکز مسؤل نعمت الله حیدرزي وویل: چې موږ کوشش کو ترڅو ځوان نسل ته په لوړ کیفیت او کم لګښت سره علمي خدمات وړاندې کړو، زموږ لپاره د ویاړ ځای دی چې د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون محصلینو ته په دې برخه کې سهولتونه برابرو.

د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک د لاسلیک لمخې به دواړه لوري له یو او بل سره په ښوونیزو او روزنیزو برخو کې همکاري کوي.

په پای کې یاده غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۳:۲۲
Background image

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

د ازموینو عمومي کمیټې غړو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه لیدنه ترسره کړه.

نن   یک شنبه  چې د  ۱۴۰۴/۰۹/۱۶ نیټې سره برابره ده، د ازموینو د شفافیت، د نظم ساتلو او د محصلینو د علمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۳
Background image

استادانو ته د SPSS  او ډاټا تحليل اړوند درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

 

د میرویس خان نیکه پوهنتون، د څيړنو او علمي مجلې آمريت له پلان سره سم د استادانو د ظرفيت لوړونې په موخه د ډاټا تحليل او SPSS په اړه درې ورځنی ورکشاپ پيل شو

یاد ورکشاپ د قرآنکريم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د شرعیاتو پوهنځی محصلینو عدلیې ریاست ته علمي سفر وکړ

 

د میرویس خان نیکه پوهننتون، د شرعیاتو پوهنځی محصلینو، د فقه او قانون څانګې آمر مولوي سلطان شاه خالد او د اسلامي تعلیماتو څانګې آمر مفتي عبدالله شاکر په ملیتا سره د عدلیې ریاست ته. . .

BACK TO NEWS