د کریډیټ لایحې تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو!

د کریډیټ لایحې تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو!
د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د کرهڼې پوهنځی د لومړي ټولګي محصلینو ته د "کریډیټ لایحې" تر عنوان لاندې علمي سمینار د نوماند پوهنیار محمد نادر شیرزاد له لورې وړاندې شو.
په نوموړي سیمنار کې د کریډیټ سیستم ،اساسي مضامين،پوهنتون شموله مضامين،د کوډ نمبرونه او د کریډیټ لایحېو اړوند په تفصیل سره بحث وشو، په پای کې د ګډونوالو نظرونه واخیستل شول او پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل شول، او یاد سمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
نېټه: ۱۴۰۴/۶/۱۰
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.