د ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه ترسره شوه.

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
د ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه ترسره شوه.

 

نن شنبه چې د ۱۴۴۷/۱/۱۶نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله «مشال»

د پسرلني سمستر له وروستۍ ازموینو څخه رسمي لیدنه وکړه.

لکه څرنګه چې د ازموینو له بهیر څخه د مسؤلینو لیدنې د لا ښه تنظیم او د تحصلي معیارونو د لوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کیږي، په همدې اساس نوموړي رئیس د مختلفو صنفونو د ازموینو صحنې له نږدې وکتلې.

د یادې لیدنې موخه چې د ازموینو شفافیت، د نظم څارنه، او د محصلینو د ستونزو ارزونه وه، نوموړي رئیس استادانو ته وویل: چې د شفافو او عادلانه ازموینو ترسره کول د یادې مؤسسې د رهبري جدي مسؤلیت دی، تاسو هم په دې برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته جدي پاملرنه وکړئ.

یادې ازموینې چې په تېره اونۍ کې د لوړو زده کړو وزارت په هدایت او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د پلان له مخې پیل شوې په راتلونکو اونیو کې به بشپړ شي.

د نشراتو اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

استادانو ته د علمي تخطیو(علمي سرغړونو) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.

استادانو ته د علمي تخطیو(علمي سرغړونو) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.
د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځی د نظم او ډسپلین فرعي کمیټې  له لورې استادانو ته د علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۹:۳۵
Background image

اداري کارمندانو ته د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه تر عنوان لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

 

نن ورځ چهار شنبه چې د 1404/6/19نیټې سره سمون خوري، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون، د مالي او اداري چارو معاونیت د معلوماتي ټکنالوژي عمومي مدیریت له لورې ټولو اداري کارمندانو ته( د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۰:۰
Background image

ستره علمي لاسته راوړنه!

 

میرویس خان نیکه زابل پوهنتون لپاره د کمپیوټر ساینس پوهنځی سره له دوو څانګو منظور شوه.

د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارمندانو په هڅو د لوړو زده کړو وزارت د علمي بنسټونو د. . .

BACK TO NEWS