له محصلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه!

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۵۰
غونډه

د میریس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د محصلینو د انسجام او همغږۍ عمومې مدیریت له لورې د ماشپین دورې د ټولو ټولګیو له نمائنده ګانو سره د تېر سمستر د ستونزو او غوښتنو اورېدلو په پار غونډه تر سره شوه.

یاده غونډه د قرانکریم په مبارک تلاوت سره پیل او ورپسې د محصلینو د انسجام او همغږۍ عمومې مدیریت کفیل محمدایوب عمري له لورې محصلینو ته ښه راغلاست وویل شوو، نوموړي محصلین وهڅول چې راتلونکو نهائي ازموینو ته بشپړ چمتوالی ونیسي، د غیر حاضري او د وخت له بې ځایه ضایغ کولو څخه ځانونه وساتي.

 په پاي کې د هر ټولګی د نمائنده له لورې ستونزي او غوښتني شریکي شوې چې د محصلینو د انسجام همغږۍ عمومې مدیریت له لورې یې د ستونزو د حل په موخه ژمنه وشوه او یاده غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

نېټه:۱۴۰۴/۳/۲۸

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي مدیریت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۵۸
Background image

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون محصلینو د هلمند پوهنتون ته علمي سیر ترسره کړ.

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون محصلینو د هلمند پوهنتون ته علمي سیر ترسره کړ.

د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون  د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او د بېلا بېلو پوهنځیو محصلینو د شرعیاتو پوهنځی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

د زابل پوهنتون محصلینو  کندهار پوهنتون ته علمي سیر ترسره کړ.

د زابل پوهنتون محصلینو  کندهار پوهنتون ته علمي سیر ترسره کړ.
د زابل پوهنتون د شرعیاتو، ښوونې او روزنې پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د دعوت او ارشاد آمر، د محصلینو د انسجام او خدمتونو مدیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۲
Background image

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې نوم په (میرویس خان نیکه زابل پوهنتون) بدل شو.

 

د لوړو زده کړو وزارت د غوښتنې او د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د منظورۍ پر بنسټ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې نوم په (میرویس خان نیکه زابل پوهنتون) بدل شو.

د لوړو. . .

BACK TO NEWS