د چاپېریال ساتنې اړوند سمینار وړاندي شو

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۵۳
D

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنیار طاوس خان هیوادمل او د فزیک څانګې آمر ښاغلي ګل‌الرحمن احساس له لوري یو مهم او ارزښتناک سمینار د چاپېریال ساتنې اړوند د مؤسسې و محصلینو ته وړاندي شو، د دغه سمینار موخه د ځوان نسل د چاپېریالي پوهاوي لوړول وو.

په سمینار کې د ځنګلونو ارزښت، د اوبو د سرچینو ساتنه، او د پاکې هوا د اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول وړاندي کوونکو ټینګار وکړ چې د طبیعت سره مینه او د چاپېریال ساتنه نه یوازې د اسلامي او انساني مسؤولیت یوه برخه ده، بلکې د سالمې راتلونکې لپاره یوه حیاتي اړتیا هم ده، دوی زیاته کړه، چې د اقلیم بدلون، د طبیعي منابعو کمښت، او د هوا ککړتیا هغه خطرونه دي چې باید ځوانان یې په اړه پوره پوهه ولري.

محصلینو د دې سمینار په اخیستلو سره د چاپېریال ساتنې په برخه کې د مسؤلیت احساس څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپلو ټولنو په کچه به د طبیعي منابعو د ساتنې او پراخوالي لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۴:۲۳
Background image

د پایلو پر بنسټ زدکړه او محصل محوره زده کړې لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ پیل شو.

 

نن ورځ د میرویس خان نیکه پوهنتون، زابل استادانو ته د پایلو پربنسټ او محصل محوره زده کړې په تړاو لس ورځنی علمي او مسلکي ورکشاپ د پوهنتون په انګړ کې په داسې حال کې  پیل شو، چې په مهال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د علماء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې پیل شوې!

 

د علما‌ء کرامو او فاضلانو د عاليه او عالمیه دورو ازموینې نن شنبه د ولايت مقام د استازي، د میرویس خان نیکه پوهنتون، علماوو شورا، جهادي جامعې او پوهنې د رئيسانو او  مديره هيئت په شتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۷
Background image

استادانو ته د علمي لیکنو او څېړنو د ترسره کولو اړوند یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو

 

د څېړنو او علمي مجلي د پلان سره سم د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي په تالار کې د شرعیاتو پوهنځی استادانو ته یو ورځنی څېړنېز ورکشاپ وړاندې شو.

یاد  ورکشاپ چې د قرآنکریم په تلاوت سره. . .

BACK TO NEWS