د شرعیاتو پوهنځی استاد مفتي محمد اعظم صدیقي د ژباړي اثر "قواعد التفسير" چاپ

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۲:۱۷
HG

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځی استاد مفتي محمد اعظم صدیقي یو نوی د ژباړي اثر چې د "قواعد التفسير" په نامه دی، چاپ کړی دی. دغه اثر د اسلامي تفسیر د قواعدو په اړه یو مهم علمي کار دی، چې د دې علم په اړه د لوستونکو پوهه زیاتوي، د دې کتاب چاپول د اسلامي علومو د پراختیا او د محصلانو د علمي معیارونو لوړولو په لور یو مهم ګام دی.

مفتي محمد اعظم صدیقي د دې کتاب په ژباړه کې په خورا دقت او ژورې پوهې سره کار کړی دی. د "قواعد التفسير" کتاب په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې غواړي د قرآن کریم تفسیر او د دې تفسیر قواعد په غوره توګه درک کړي، خورا ګټور دی. د استاد د علمي هڅو او د دیني علومو په برخه کې د داسې اثارو جوړول د اسلامي ټولنې لپاره یو لوی خدمت دی.

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو پوهنځی استاد مفتي محمد اعظم صدیقي ته د دې نوي اثر چاپولو په پار مبارکي وړاندی کوو. دا کتاب نه یوازې د علمي ټولنې لپاره بلکه د دیني پوهانو او محصلانو لپاره یو ګټور او مهم وسیله ده، چې د تفسیر علم ته یې نوې لار هواروي. د استاد صدیقي دغه علمي لاسته راوړنه د ټولنې لپاره یو ستر خدمت دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۰:۰
Background image

ستره علمي لاسته راوړنه!

 

میرویس خان نیکه زابل پوهنتون لپاره د کمپیوټر ساینس پوهنځی سره له دوو څانګو منظور شوه.

د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارمندانو په هڅو د لوړو زده کړو وزارت د علمي بنسټونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۳۰
Background image

اداري کارمندانو ته د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

اداري کارمندانو ته د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
نن ورځ یک شنبه چې د 1404/6/16نیټې سره سمون خوري، د میرویس خان نیکه زابل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د امام  صاحب مناقب تر عنوان لاندې سمینار استادانو او اداري کارمندانو ته وړاندې شو

.

نن ورځ چهار شنبه چې د ۱۴۰۴/۶/۱۲نیټې سره سمون خوري د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې  استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو ته د امام صاحب مناقب تر عنوان. . .

BACK TO NEWS