د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې د احاطوي دیوال د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۲:۲
as

 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د لیلیې د احاطوي دیوال د جوړولو د بنسټ ډبره د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په داسي حال کې کېښودل شوه چې په مهال یې د زابل ولایت مرستیال والي الحاج محب الله حماس، د زابل ولایت مستوفي، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، د مالي او اداري چارو معاون، د علمي او محصلانو چارو معاون، د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.

د مراسمو پیل د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وشو او ورپسي د زابل مرستیال والي الحاج محب الله حماس په خپلو خبرو کې د لیلیې د احاطوي دیوال پر اهمیت خبري وکړي او ویې ویل چې دا پروژه به د محصلینو لپاره یو خوندي او آرام زده کړه‌ییز چاپېریال رامنځته کړي، هغه زیاته کړه چې د دې دیوال ژر جوړېدل د محصلینو اړتیاوو ته د پام وړ ځواب ویلی شي او د دې پروژې بشپړول به د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د پرمختګ په لور یو مهم ګام وي.

وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال د پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دیوال عملي چاري به راتلونکی پسرلی پیل شي او دا دیوال به د یو کیلومتر په شاوخوا کې جوړ شي او د تطبیق لپاره یې ۸ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي، نوموړي وویل چې د احاطوي دیوال جوړېدل به د لیلیې د امنیت ترڅنګ د محصلینو لپاره یو منظم چاپېریال برابر کړي.

د مراسمو په پای کې د ګډونوالو له لوري د بنسټ ډبرې د کېښودو مراسم ترسره شول او د دې پروژې د بریا او د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په وده کې د نورو پرمختګونو لپاره دعا وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۴۵
Background image

د ممتازو محصلینو ستاینې او د ژبني کورسونو د فراغت غونډه ترسره شوه

نن چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د ممتازو محصلینو د ستاینې او د ژبني کورسونو د فراغت غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې په مهال یې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۱:۲۳
Background image

د کمپیوټر زده کړې لنډ مهاله کورسونه پیل شول

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د بریښنایي زده کړو عمومي کمیټې له لوري د کمپیوټر زده کړې لنډ مهاله کورسونه پیل شول. د یادو کورسونو د پرانیستې په مراسمو کې د میرویس خان نیکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۵۳
Background image

د چاپېریال ساتنې اړوند سمینار وړاندي شو

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنیار طاوس خان هیوادمل او د فزیک څانګې آمر ښاغلي ګل‌الرحمن احساس له لوري یو مهم او ارزښتناک سمینار د چاپېریال. . .

BACK TO NEWS