د اداري کارمندانو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۱۰
as

نن سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د کتابتون په عمومي مدیریت کې، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري چارو مرستیال قاري محمدالدین انس، د یادي مؤسسې د اداري کارمندانو سره ناسته تر سره کړه.

یاده ناسته د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسي د مالي او اداري چارو مرستیال د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې زموږ او ستاسو د ټولو دا مسؤلیت دي، چې پر وخت خپلو کارونو ته حاضر شو او په پوره ایماندارۍ سره کارونه ترسره کړو.

د ناستې په پای کې یې د اداري کارمندانو یو لړ ستونزي واوریدلي او هغو ته یې د یادو ستونزو پر وخت حل کیدو ژمنه وکړه او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو

استادانو ته د معتبرو نړیوالو ژورنالونو د پېژندنې په اړه علمي سمینار وړاندې سو
د میرویس خان نیکه پوهنتون د علمي کادر غړو د علمي ظرفیت لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۸:۴
Background image

اداري کارکوونکو ته د مدیریتي دندې او مکتوب لیکنې تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 


د ظرفیت لوړونې او مسلکي ودې د پروګرامونو په لړ کې، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د پلان له مخې او د مسلکي پرمختیایې مرکز په همغږي، اداري کارکوونکو ته د مدیریتي دندې او مکتوب لیکنې  تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۰
Background image

د پوهنځیو رﺉیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ته د علمي برنامو د کلني څار تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 

د پوهنځیو رﺉیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو ته د علمي برنامو د کلني څار تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې سو 
د کیفیت لوړاوي آمریت او د مسلکي پرمختیایې مرکز په ګډه همکارۍ د پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS