د نشرتو او فرهنګې چارو عمومي کميټې له لوري د یوولسم (۱۱) پروتوکول غونډه ترسره شوه!
نن چهار شنبه چې د (۱۴۰۲/۱۱/۱۸ هـ ش) او (۱۴۴۵/۷/۲۶ هـ ق) نیټې سره سمون خورې د نشراتو او فرهنګې چارو د عمومي کمیټې له لورې د دلوي د میاشتې نوبتواره غونډه ترسره شوه .
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، چې په غونډه کې د د نشراتو او فرهنګې چارو د کمېټې آمر نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام او د کمیټې نوروغړو ګډون درلود.
غونډه د نشراتو او فرهنګې چارو کمېټې د آمر نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام له لوري د اجنډا مطابق پيل شوه.او په لاندې مسائیلو بحث وشو :
• د کمیټې هغه مربوط کړنې چې د بازنګري ټیم له لوري په ګوته شوي وي د هغې اصلاح او پوره کول .
• د نشراتو او فرهنګي چارو د لا ښه پرمخ وړلو په پار ځینې فعالیتونه د نشراتو مدیریت ته سپارل .
• د خبرونو بولټین جوړول
او په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث وشو او همدارنګه غونډه د دعا په ويلو سره پاي ته ورسيده.