د پایلو پر بنسټ او د محصل محوره زده کړه ییزو میتودونو لس ورځنی ورکشاپ پیل شو

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۱:۴۹
as

میرویس خان نیکه زابل د لوړو مؤسسې کې د پایلو پر بنسټ او د محصل محوره زده کړه ییزو میتودونو (Outcome Based Education & Student Centered Learning) لس ورځنی ورکشاپ نن ورځ پنجشنبه ۱۶ تنو کادري استادانو ته چې د ۱۴۰۲/۱۲/۰۳ هـ ش نیټه سره برابره ده، پیل شو.

یاد لس ورځنی ورکشاپ د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت کولو باندي شروع او وروسته د یادي مؤسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام پیلیزه وینا وکړه چې په پیل کې یې ټرینرانو/روزنکو ته ښه راغلاست ووایه او د پایلو پر بنسټ او د محصل محوره زده کړه ییزو میتودونو پر اهمیت او په تحصیلي بنسټونو کې د هغوي پر تطبیق باندي ګډونوالو ته وینا واوروله؛ سره له دي یې د ګډونوالو څخه د فعاله ګډون غوښتنه وکړله تر څو د همدي ورکشاپ د دایر کیدلو پر اساس د عنعنوي زده کړه ییزو روشونو ځاي په راتلونکې کې د فعالي زده کړي میتودونه ونیسي او د مارکیټ د غوښتنو مطابق ټولنې ته مسلکي او په کار پوه اشخاص وړاندي شي.

له وینا وروسته د ماسټر ټرینر پوهنیار محمد شریف حسن زوي له لوري ورکشاپ د یادي مؤسسې د مسلکي پرمختیايي مرکز په کنفرانس خونه کې لومړي ورځ پیل شوه چې د ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ هـ ش نیټې پورې به دوام ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

استادانو ته د علمي تخطیو(علمي سرغړونو) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.

استادانو ته د علمي تخطیو(علمي سرغړونو) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.
د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځی د نظم او ډسپلین فرعي کمیټې  له لورې استادانو ته د علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۹:۳۵
Background image

اداري کارمندانو ته د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه تر عنوان لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

 

نن ورځ چهار شنبه چې د 1404/6/19نیټې سره سمون خوري، د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون، د مالي او اداري چارو معاونیت د معلوماتي ټکنالوژي عمومي مدیریت له لورې ټولو اداري کارمندانو ته( د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۰:۰
Background image

ستره علمي لاسته راوړنه!

 

میرویس خان نیکه زابل پوهنتون لپاره د کمپیوټر ساینس پوهنځی سره له دوو څانګو منظور شوه.

د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارمندانو په هڅو د لوړو زده کړو وزارت د علمي بنسټونو د. . .

BACK TO NEWS