د محصلینو له لوري د سوی (Rabbit) څخه د اسکلیټ را ایستلو عملیه په بریالیتوب سره ترسره شوه.
د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی د بیولوژي څانګې د دریم ټولګی محصلینو د فقاریه زولوژي په مضمون کښې د سوی (Rabbit) څخه د اسکلیټ را ایستلو عملیه په بریالیتوب سره بشپړه کړه. یاده عملیه چې د لارښود استاد نوماند پوهنیار روزي محمد اکبري له لوري د محصلینو و یو ګروپ ته دکورنۍ دندې په حیث ورکړل شوې وه؛ د سمسټر په وروستیو کې بشپړه او لارښود استاد ته وسپارل شوه.