د پښتو، عربي او انګلیسي ژبو کورسونه پیل شول
د سه شنبي په ورځ د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو په مؤسسه کې د پښتو، عربي او انګلیسي ژبو کورسونه د لوړو زده کړو وزارت په همکاری د یادې مؤسسې محصلینو ته په دوه وختونو سهار او مازدیګر کښې پیل شوه.
د یادو کورسونو په پیل د مؤسسې محصلینو خوښي وښوده او دا یې د ځانونو لپاره یو غټ فرصت وباله او د پوره ګتي اخستني او پر وخت حاضریدو ژمنه یې وکړه.
د یادولو وړ ده، چي د یادو کورسونو زده کړییز بهیر یو کلن ده، چې بریالي او فارغ محصلینو ته به د لوړو زده کړو وزارت له لورې د فراغت تصدیق او سند ورکول کېږي.