د علمي څیړنې لپاره د عنوان ټاکلو تر سرلیک لاندي سمینار وړاندي شو.

zabu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۲۸
sa

تیره چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز په کنفرانس خونه کې د علمي څیړنې لپاره د عنوان د ټاکلو تر سرلیک لاندي یو ورځنی سمینار د یادې مؤسسې استادانو ته وړاندي شو.

سمینار د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پیل شو، وروسته د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر نوماند پوهنیار عبدالنافع همت له لوري د يوې علمي څیړنې لپاره د عنوان د ټاکلو تر سرلیک لاندي یو ورځنی دوه ساعته سمینار وړاندي شو.

په سمینار کې د څیړنیز عنوان پر پيژندنې، اهمیت، دندو، د یو ښه عنوان پر ځانګړنو، په عمومي ډول سره د عنوانونو پر ډولونو، د ساختمان په اساس د عناوینو پر اقسامو، په عنوان کې د کلام د آجزاؤ پر رول او هغه شیان چې د عنوانونو په ټاکلو کې باید ترې ډډه وشي د برخوالو سره هر اړخیز معلومات شریک شول.

د سمینار په پای کې د څیړنې لپاره عنوان لیکلو، موضوع، د عنوان ټاکلو مراحل او د مخکې چاپ شویو مقالو د ماډلونو په ښودلو د ګډونوالو سره معلومات شریک او د استادانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول. سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

د کرهڼې پوهنځی محصلینو ته د پیوندونو معلوماتي سمینار وړاندې شو

د کرهڼې پوهنځی محصلینو ته د پیوندونو معلوماتي سمینار وړاندې شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون د کرهڼې پوهنځی، د باغداري څانګې ټولو محصلینو ته، د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ ریاست په هدایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۶
Background image

«په دولتي ادارو کې د فساد مخنیوي په اړه اسلامي لارښوونې» تر عنوان لاندې  سمینار وړاندې شو

«په دولتي ادارو کې د فساد مخنیوي په اړه اسلامي لارښوونې» تر عنوان لاندې  سمینار وړاندې شو

د میرویس خان نیکه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی استادانو او اداري کارمندانو ته «په دولتي ادارو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د ځوان نسل فکري روزنې کتاب سیالۍ د پایلو غونډه ترسره سوه


نن ورځ سه شنبه چې د 1404/7/29نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ مدیریت له لورې د ځوان نسل فکري روزنې. . .

BACK TO NEWS