د HEMISسیستم په هکله سیمینار وړاندي شو

zabu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۰:۲۴
as

پرون یکشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې، د معلوماتي ټکنالوژۍ په مدیریت کې، د بریښنایې زده کړو کمیټې له خوا، د لوړو زده کړو وزارت معلوماتي مدیریتي سیستم (HEMIS) په هکله سیمینار وړاندي شو.

یاد سیمینار چې د څانګو د آمرینو ، تدریسي مدیرانو او استادانو چارو د آمر لپاره ترتیب شوی وو، د قران کریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شو، چې ورپسې د بریښنایې زده کړو د کمیټې آمر نوماند پوهنیار محمد اسمعیل سایل د یاد سیستم د ارزښت په هکله مقدماتي وینا وکړله.

وروسته سمینار د معلوماتي ټیکنالوژي د عمومي مدیر سید اکبر مبارز لخوا پیل شو، چې د یاد سیستم دکارونې ترڅنګ په سیستم کې په عملي ډول سره د آمرینو ، تدریسی مدیرانو او استادانو چارو د آمر مسئوولیتونه تشریح او هغوی ته یې خپله برخه کې د دقیق کارکولو لارښوونې وکړې.

په اخر کې د ګډونوالو پوښتنو ته د ځوابونو تر ویلو وروسته سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۳۰
Background image

د پوهنځیو ترمنځ د رسۍ کشونې سیالۍ پیل شوي

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو د خدماتو د انسجام عمومي مدیریت او بدني روزني کميټې په هڅه، د پوهنځیو ترمنځ د رسۍ کشونې لوبي د یولړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوي.

یادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۲۸
Background image

له تعصب څخه مخنيوي اړوند سمینار وړاندي شو

ن يکشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې، د مؤسسې د نظم او ډسپلين عمومي کمېټې له لوري، له تعصب څخه مخنيوي اړوند سمینار د یادي مؤسسې ټولو استادانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۱۹
Background image

د ميرويس خان نيکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو د پاليسيو جوړولو سيالي لپاره په دري ورځني روزنيز ورکشاپ کې ګډون وکړ.

 

د کندهار پوهنتون د عامه اداري او پاليسي پوهنځی له خوا د پالیسیو جوړولو لپاره په جوړ شوي دري ورځني روزنیز ورکشاپ کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو ګډون وکړ، دا. . .

BACK TO NEWS