د تضمین کیفیت لومړۍ مرحلې د علمي اعتبار ترلاسه کولو په مناسبت غونډه ترسره شوه

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۰:۲۰
as

پرون دوشنبه په 14/3/1403هـ ش نېټه د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې، د غونډو په تالار کې، د تضمین کیفیت لومړۍ مرحلې د علمي اعتبار ترلاسه کولو په مناسبت غونډه په داسي حال کې ترسره شوه، چې پرمهال یې د زابل ولایت محترم والی مولوي حزب الله افغان، د علماؤ شورا استازی مولوي روزي محمد صاحب، د استناف محکمې رئیس مولوي عبدالجلیل سفیان، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژي رئیس مولوي عبدالهادي یحی، د کار او ټولنیزو چارو رئیس ، د ملي راډیو آمر محمد داؤد همت، د اصلاحات اداری معاؤن مولوي شعیب، د عامی روغتیا رئیس ډاکټر میرویس او زابل میرویس خان نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال، علمي او محصلانو چارو معاؤن بهاؤالحق عزام، مالي او اداري معاؤن رحمت الله ریحان، د پوهنځیو رئیسانو، د مؤسسې استادانو، اداري کارمندانو، محصلینو او یو شمیر خبریالانو حضور درلود.

غونډه چې د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال پیلیزه وینا وکړه، په خپلو خبرو کې یې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د تضمین کیفیت لومړۍ مرحلې د اعتبار ترلاسه کولو اړوند معلومات ورکړل او د یو مسؤول کس په توګه د ورسپارل شویو مسؤلیتونو په سهي ډول د ترسره کولو اړوند یې وویل: چې هر مسؤول، له رئیس څخه نیولې بیا تر یو کارمند پوري ټول د الله ﷻ په حضور کې ځواب ویونکي یو؛ نو له همدې امله باید ټول خپل مسؤولیتونو په ښه توګه ادا کړو.

ورپسې د زابل ولایت محترم والي حزب الله افغان د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د د تضمین کیفیت لومړۍ مرحلې د اعتبار ترلاسه کول اړوند ټول زابل او په خاصه توګه د مؤسسې و رهبري ته مبارکې وویله، دا يې په علمي ډګر کې د زابل ولایت لپاره لویه لاس ته راوړنه وبلله او په خپلو خبرو کې یې استادانو او محصلینو ته د اسلامي او افغاني کلتور پر خپلولو او د نوري دنیا خلکو ته په رسولو خبرې وکړې.

وروسته د علماؤ شورا استازي مولوي روزي محمد صاحب په خپله وینا کې د ا.ا.ا په راتګ سره د پوهنتون او مدرسې ترمنځ فاصله له منخه تللې او ا.ا.آ پوهنتون او مدرسې ته یو ډول توجه کړې ده. همدارنګه د استناف محکمې رئیس مولوي عبدالجلیل بیا د وینا پر مهال د مؤسسې و استادانو ته د محصلینو د فکري او عقیدوي روزنې پر اهمیت باندې خبرې وکړې.

یاده غونډه د والي صاحب محترم له لوري د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې و استادانو او کارمندانو ته د یو لړ تحفو د ویش تر مراسمو وروسته د دوعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

د شرعیاتو پوهنځی محصلینو عدلیې ریاست ته علمي سفر وکړ

 

د میرویس خان نیکه پوهننتون، د شرعیاتو پوهنځی محصلینو، د فقه او قانون څانګې آمر مولوي سلطان شاه خالد او د اسلامي تعلیماتو څانګې آمر مفتي عبدالله شاکر په ملیتا سره د عدلیې ریاست ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲میلیونه افغانیو په ارزښت رسماً پیل شوه!!


د میرویس خان نیکه پوهنتون د لیلیې ودانۍ د پاتي چارو پروژه د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو وزارت له لورې ترسره کیږي، کارونه یې رسماً پیل شوي دي.
د دې پروژې له مخې به د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د دوحې تړون کتاب سیالۍ د پایلو غونډه ترسره شوه

نن ورځ چهار شنبه چې د 1404/8/21نیټې سره برابره ده د میرویس خان نیکه پوهنتون د محصلینو ترمنځ د دوحې تړون په نامه کتاب کې ترسره شوې سیالي د پایلو غونډه ترسره سوه. یاده غونډه چې د قرآن. . .

BACK TO NEWS