د پوهنځیو د حاضریو څخه د کنټرول په موخه څارنه ترسره وشوه
پرون یکشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبري له لورې د ټاکل شوي هیئت د مؤسسې د پوهنځیو د حاضریو څخه د کنټرول په موخه څارنه او لیدنه ترسره کړه. په یاده لیدنه کې د دفتر عمومي مدیر شمس الحق شاهد، د منابع بشري عمومي مدیر شفیع الله لایق او د حاضری مدیر محمدالله خاموش ګډون درلود چې د اقتصاد، شرعیات، ښوونه او روزنه او کرهڼه پوهنځیو د تدریسي مدیرانو سره یې وکتل او د یادو پوهنځیو تدریسي مدیرانو ته یې د حاضریو پر وخت کنټرول، د رخصت پاڼو پر وخت معامله او استادانو او کارمندانو ته د حاضری پر وخت آمضا کولو توصيي وکړي.