د ( رواني ناروغیو پیژندنه) تر عنوان لاندي سمینار وړاندي شو.

zabu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۲۴
as

پرون دوشنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د مشورې ورکونې مرکز له لوري د رواني ناروغیو د پیژندني اړوند سمینار وړاندي شو.

سمینار د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شو او د مشورې ورکونې مرکز د یو تن غړي استاد نوماند پوهنیار حمیدالله مبارز له لوري په داسي حال وړاندي شو، چې په مهال یې د مشورې ورکونې مرکز آمر، غړو، استادانو او د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو محصلینو ګډون درلود.

په یاد سمینار کې د رواني ناروغیو پیژندنه، د رواني ناروغیو ډولونه، عوامل او د مخنیوي لارو چارو باندي معلومات وړاندي شول.

سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۳:۲۵
Background image

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه
د میرویس خان نیکه پوهنتون په علمي او محصلانو چارو معاونیت کې د ستراتیژیک پلان د څار او تدوین کمیټې غونډه د علمي او محصلانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۴۳
Background image

د میرویس خان نیکه پوهنتون د « ثالث عمر رح» ملي مجلې اجازه لیک ترلاسه کړ!

 

د استادانو د څېړنو او علمي مقالو د خپرولو په موخه د پوهنتون رهبري په هڅو سره، له لوړو زده کړو محترم وزارت څخه د پوهنتون لپاره د « ثالث عمر رح» په نوم ملي او علمي مجلې اجازه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

د پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار پای ته ورسېد!


د لوړو زده کړو وزارت له هدایت سره سم د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د میرویس خان نیکه پوهنتون رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي سمینار نن ورځ پای ته ورسېد.
. . .

BACK TO NEWS