د کتابتون د چارو د تنظیم کمیټې له لوري د عامه پوهاوي سمینار وړاندی شو.

zabu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۱:۱۶
as

پرون سه شنبه، د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د کتابتون د چارو د تنظیم کمیټې له لوري د عامه پوهاوي سمینار په داسی حال کې وړاندي شو، چې په مهال يې د یادې کمیټې آمر پوهنیار عنایت الله حقمل، نورو غړو او محصلینو حضور درلود.

سمینار د ڪتابتون د چارو د تنظیم ڪمیټې د غړی مولوی سطان شاه خالد له لوري د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل او د مطالعي پر ارزښت لنډ بحث وکړ. وروسته د ڪتابتون د چارو د تنظیم ڪمیټې د غړی او شرعیاتو د پوهنځی د کتابتون مدیر مطیع الله مجاهد د کتاب او مطالعې په ارزښت لنډ چمتو شوی سمینار محصلینو ته وړاندي ڪړ.

ورپسي د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې د عمومي کتابتون د توزیع او تنظیم مدیر رفیع الله له لوري د (کتابتون او کتابونو څخه د گټې اخستنې کړنلاره) ترعنوان لاندي سمینار وړاندی کړ، د غونډی په پای کې د کتابتون د عمومي مدیریت له خوا له کتابتون څخه زیات استفاده ڪوونکو محصلانو ته ډالي ورکول شوي او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د زابل میرویس خان نیکه پوهنتون محصلینو پنځه ورځنی علمي سفر  پای ته ورسېد.


نن پنج شنبه چې د ۱۴۰۴/۸/۱۵هـ ش نیټې سره برابره ده، د میرویس خان نیکه پوهنتون، د زرعت پوهنځی لسګونه تنه محصلینو پنځه ورځنی علمي سفر چې د ننګرهار پوهنتون ته یې پیل کړی و پای ته ورسېد.
مح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د تحقیقاتي فارم پروژې کارونه په منظم ډول جریان لري

د تحقیقاتي فارم پروژې کارونه په منظم ډول جریان لري
د میرویس خان نیکه پوهنتون د زرعت پوهنځی اړوند د تحقیقاتي فارم پروژه چې د ۱۰ لس میلیونه افغانیو په ارزښت سره څو ورځي وړاندې پیل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۲۲
Background image

محصلینو ته د (حقوقي لیکنې) تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد!


د میرویس خان نیکه پوهنتون، د شرعياتو پوهنځی محصلينو ته د (حقوقي لیکنې) اړوند درې ورځنی ورکشاف چې دوه ورځی وړاندې پیل شوی وو، پای ته ورسېد.
یاد ورکشاپ چې د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ. . .

BACK TO NEWS