د کیفیت لوړاوي کمیټې له لوري غونډه ترسره شوه.

zabu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۱۱:۶
as

پرون چهار شنبه، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې په علمي معاونیت کې د کیفیت لوړاوي کميټې له لوري غونډه په داسی حال کې تر سره شوه، چې په مهال یې د علمي چارو مرستیال او د یادي کمیټې آمر او نورو غړو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د اجنډا مطابق پيل شوه، په لومړۍ سر کې د کیفیت لوړاوي کمیټې د آمر له لوري د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو او ورسته د مؤسسې د پوهنځیو د تدریسي او اجرایه مدیریتونو د ارزونې پر پايلو بحث وشو او له نظریاتو ورسته د یادو ارزونو راپورونه تائید او پریکړه وشوه، چې له اړونده برخو سره دې فیډبک شریک شي.

غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسيده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، استادانو او محصلینو سره غونډه وکړه.

 د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې، د لوړو زده کړو وزارت محترم وزير شيخ القرآن والحديث مولوي ندا محمد نديم صاحب ته د ښه راغلاست په موخه يوه شانداره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

د هرات پوهنتون سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې او هرات پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس الحاج روح الله مشال او هرات پوهنتون رئیس ش.ی.خ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۹:۴۲
Background image

په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر (Zotero) د کارونې ورکشاپ دایر شو.

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد او نورو پوهنځيو استادانو او د څلورم ټولګیو محصلینو ته د نوماند پوهنیار احسان الله سعد له لوري په څېړنه کې د ماخذ لیکنې سافټویر(Zotero). . .

BACK TO NEWS