د اقتصاد پوهنځی د محصلینو ترمنځ مناظره ترسره شوه.

zabu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۱:۳
as

د چهار شنبې په ورځ، د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په عمومي تالار کې د اقتصاد پوهنځی د دریم ټولګي د محصلینو ترمنځ (په افغانستان کې په خدماتي سکتور او که په تولیدي سکتور کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړل شی؟) تر نامه لاندې ترتیب شوي مناظره په داسي حال کې ترسره شوه، چې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال نوماند پوهنیار بهاؤالحق عزام، د اقتصاد پوهنځی رئیس نوماند پوهنیار احسان الله سعد، مختلفو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډون درلود.

مناظره د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال محصلینو ته خپله وینا واوروله، ورپسي نوماند پوهنیار محمد اسحاق سعادت له لوري د مناظري په ترتیب او نظم باندې لنډه وینا وشوه؛ له ویناو وروسته A(اي) ګروپ او (بي)B ګروپ خپل دلایل واورول، دواړو ګروپونو د یو او بل ترمنځ سوالونو او انتقادونو ته جوابونه وویل ، او په وروستي برخه کې د ژوري هیئت او حاضرینو پوښتنو ته د دواړو ګروپونو لخوا جوابونه وویل شول.

همدارنګه د مناظري په اخره برخه کې ژوري هئیت د Aګروپ چې ګډون وال يې د اداره او تجارت څانګې څلور تنه محصلین وه، ګټونکی ګروپ اعلان کړ او ترتیب شوي جوایز یې ورته ډالۍ کړل.

وروسته مناظره د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۰:۰
Background image

ستره علمي لاسته راوړنه!

 

میرویس خان نیکه زابل پوهنتون لپاره د کمپیوټر ساینس پوهنځی سره له دوو څانګو منظور شوه.

د یاد پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارمندانو په هڅو د لوړو زده کړو وزارت د علمي بنسټونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۳۰
Background image

اداري کارمندانو ته د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

اداري کارمندانو ته د الکترونیکي وسایلو څخه په مدیریت کې ګټه اخیستنه تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.
نن ورځ یک شنبه چې د 1404/6/16نیټې سره سمون خوري، د میرویس خان نیکه زابل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د امام  صاحب مناقب تر عنوان لاندې سمینار استادانو او اداري کارمندانو ته وړاندې شو

.

نن ورځ چهار شنبه چې د ۱۴۰۴/۶/۱۲نیټې سره سمون خوري د میرویس خان نیکه زابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې  استادانو، اداري او خدماتي کارمندانو ته د امام صاحب مناقب تر عنوان. . .

BACK TO NEWS